وزيراعظم عمران خان نن د شورؤ په ورځ د لاهور دوره كوي

image

اسلام آباد۔25 اګست(اے پی پی) وزيراعظم عمران خان نن د شورؤ په ورځ د لاهور دوره كوي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم به نن لاهور كښې پنجاب اېجوكېشن كنوېنشن 2021 كښې د خاص مېلمه په حېث ګډون كوي۔ كنونشن د پنجاب اېجوكېشن ډيپارټمنټ لخوا تابيا شوے۔ كنونشن به صوبه كښې د درېو كلونو په مهال د تعليم او تدريس ودې له د حكومت كاركردګي او د هغې ثمرات په ډاګه كړي۔ د تېرو درېو كلونو په مهال پنجاب اېجوكېشن ډپيارټمنټ د پروګرام مانيټرنګ اېنډ امپلي منټېشن يونټ او د پرمختيائي تكنكي مرستې ايجنسيو سره په همكارۍ كولو پنجاب كښې د تعليم په څانګه كښې په لويه كچه اصلاحات باوري كولو له ګامونه پورته كړي كومو كښې چې سكولونو كښې د داخلې شرح زياتولو كمپائن ٬ د قامي ژبې اردو خصوصي اهميت او اصلاحات لپاره قانون سازي هم شامله ده۔ د سكولونو بيا روغونه ٬ تعليم ګھر پروګرام ٬ د استاذانو پېشه وره تربيه كښې ښه والے او دې لپاره د آن لائن سسټم اجراﺀ هم دغه ګامونو كښې شامله ده۔ وزيراعظم به دستورې ته خطاب هم كوي۔

مضمون کا ماخذ : جنگل وائلڈ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں