پاکستان مراکش سره مرسته زياتول غواړي ۔ د اولس مشر ډاكټر

image
APP18-24 ISLAMABAD: July 24 - President Dr. Arif Alvi talking to Ambassador-designate of Pakistan to Morocco, Hamid Asghar Khan, who called on him at Aiwan-e-Sadr. APP

اسلام آباد 24 جولائي (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي چې پاكستان مراكش سره د ورورولۍ خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي او مراكش په هره كچه دوه اړخيزه مرسته زياتول غواړي۔ اولس مشر دا خبرې مراکش لپاره د پاكستان نومولي شوي سفير حامد اصغر خان سره كړې چا چې د شورو په ورځ دوي سره په ايوان صدر كښې ليدلي۔ اولس مشر د دوه اړخيزه تجارت اهميت زياتولو اهميت رامخې ته كولو سره په سفير زور رواړو چې ھغه دې مراكش سره د پاكستان اقتصادي او تجارتي اړيكو ته وده وركولو لپاره ټولې ممكنه هڅې وكاروي او په دې لړ كښې اوسنې اداره جاتي مېكنزم پكار راوستلې شي۔ده د دواړو هېوادونو ترمېنځه د سياسي مشاورت پشمول د لوړې كچې په رابطو زياتولو په حاجت هم زور رواړو۔ اولس مشر نومولي شوي سفير لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كولو سره ئې د دې اميد اظهار وكړو چې د نوي سفير د سفارتي مودې په مهال به د دواړو هېوادونو ترمېنځه دوه اړخيزه اړيكې لا وده وكړي

مضمون کا ماخذ : میگا مولا۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں