تېل او ګاز د سي پېك پروژه كښې ځانګړې حېثيت لري

image
APP60-10 BOAO: April 10 - Administrator of National Energy Administration (NEA) of China, Nuer Baikeli called on Prime Minister Shahid Khaqan Abbasi on the sidelines of BOAO Forum for Asia. APP

باؤ (چين) 10 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئېلي دي تېل او ګاز څانګه سي پېك پروژه كښې ځانګړې حېثيت لري٬د چين سرمايه كارې كمپنۍ دې زړه راښكونكې اسانۍ لرونكې د برېښنا څانګې پرمختګ كښې همكاري وكړي۔ده دا خبرې د نېشنل انرجي اېډمنسټرېشن آف چائنه ايډمنسټرېټر نوئر بيكلے سره ملاقات كښې وكړې۔وزيراعظم په پاكستان كښې د توان په كمي قابو موندلو لپاره د سي پیك د توان پروژو كردار وستائېلو او په دې لړ كښې د چينائي حكومت او اېن اي اے د مرستې مننه وكړه۔ده ووئيل دا پروژې برېښنا وركوي او د پاكستان په شمال كښې د اوبو څخه د برېښنا پېدا كولو او پھ جنوب كښې په تر ضلع كښې د ځايې سكرو په بنياد په پروژو كار روان دے۔ده ووئيل په پاكستان كښې د سكرو٬اوبو٬شمسي توان او د هوا څخه د برېښنا پېدا كولو پراخا موقعې موجود دي۔وزيراعظم د دواړو خوا د توان پوهانو ترمينځه په تبادله خيال د اطمينان څرګندونه وكړه او وې وئېل نجي څانګه د پاكستان د معيشت په وده كښې مهم كردار ترسره كوي۔ده ووئيل اوسنې حكومت قوي پالېسي فريم ورك معرفي كړی۔وزيراعظم د اېن اي اے او د پاكستاني حكومت ترمينځه د مرستې لا مستحكمېدو له هيله څرګنده كړه۔ده د چين سرمايه كارو او كمپنو ته بلنه وركړه چې د پاكستان د برېښنا څانګې د پرمختګ په عمل كښې همكاري وكړي۔ په دې موقع خارجه وزير خواجه محمد آصف٬د كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال٬په چين كښې د پاكستان سفير مسعود خالد او نور اعلٰی چارواكي هم موجود وو

مضمون کا ماخذ : estatisticas lotomania
متعلقہ مضامین
مزید خبریں