بدعنوانۍ نه كونكې پاكه انتظاميه او سمې پريكړې د نېب وقار جوړېدې شي

image
APP28-10 ISLAMABAD: April 10 - President Mamnoon Hussain being presented Annual Report-2017 by Chairman National Accountability Bureau Justice (Retd) Javed Iqbal at Aiwan-e-Sadr. APP

اسلام آباد 10 اپرېل (اے پي پي)اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي بايد د نېب افسران ډېر ايماندار او غېر جانبدار وي٬ د بدعنوانۍ نه پاكه انتظاميه او درستې پريكړې د نېب وقار جوړېدې شي۔ده دا خبرې د نېب چيئرمېن جسټس(ر)جاوېد اقبال سره په خبرو كښې وكړی كوم چې د نهې په ورځ ايوان صدر كښې ده سره ملاقات كولو۔د ايوان صدر لخوا جاري شوي بيان له مخې د نېب چيئرمېن په دې موقع اولس مشر ته د خپلې ادارې د كاركردګۍ راپور هم وړاندې كړو كوم چې اولس مشر وستائېلو۔اولس مشر ووئيل د بدعنوانۍ د خاتمې بنياد هر يو سره يو ډول سلوك او د امتياز نه پاكه كاروائي ده چې دغسې په قامي ادارو د اولس اعتماد بحال شي۔ده ووئيل د بدعنوانۍ خاتمه پھ دې صورت ممكنه ده چې د انصاف ټولې تقاضې پوره كړی شي۔ده نېب ته هدايت وكړو چې بايد د نېب په اړه د عدالتي او اولسي حلقو اندېښنې لرې كړې شي۔ده ووئيل بايد دا حقيقت تل په نظر كښې وساتلې شي چې د بدعنوانۍ په مخ نيوي مامورې ادارې او د ذمه وارو د طرز عمل په نتيجه كښې په هېواد كښې په روان پرمختيائي عمل كوم آغېز ونه شي۔ده ووئيل د بدعنوانۍ خاتمه او احتساب د قامي ايجنډې حېثيت لري۔ده هيله څرګنده كړه چې په نېب كښې به د بدعنوانۍ ٬د اختياراتو د ناجائزه او بې ځايه استعمال څخه ډډه وكړې شي۔اولس مشر ووئيل په نړيواله كچه د كرپشن په اړه د اشاريو په اعتبار سره د پاكستان په درجه بندۍ كښې بهتري راغلې چې پكښې د نېب كردار هم دے۔په دې موقع د نېب چيئرمېن جسټس(ر)جاوېد اقبال اولس مشر له باور وركړو چې نېب به د بدعنوانۍ په ضد د امتياز نه غېر كاروائۍ روانې وساتي۔

مضمون کا ماخذ : dupla sena acumulada
متعلقہ مضامین
مزید خبریں