پاكستان سعودي سره په ټولو څانګو كښې مرسته زياتول غواړي

image
APP59-06 RAWALPINDI: September 06 - Nawaf Al Malki, Ambassador of Kingdom of Saudi Arabia called on Federal Minister for Defence, Engr. Khurram Dastgir Khan at Ministry of Defence. APP

اسلام آباد 06 ستمبر(اے پي پي) د دفاع وزير خرم دستګير وئيلي دي چې سعودي سره يوې جامع دفاعي او تزويراتي مرستې د لوظنامې ضرورت دے چې مقصد ئې د دواړو هېوادونو دفاعي اړيكو ته وده وركول دي۔ ده دا خبرې د شورو په ورځ د سعودي سفير نواف المالكي سره د ملاقات په مهال په خبرو كښې وكړې۔ په دې موقع د دفاع سېكتر لېفټېننټ جنرال ﴿ر﴾ ضمير الحسن شاه هم موجود و۔ د دفاع وزير خرم دستګير خادم حرمېن شريفېن سلمان بن عبدالعزيز لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه او د ورورولې په اړيكو ئې رڼا واچوله۔ ده ووئيل چې پاكستان سعودي سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي او په ټولو څانګو كښې ورسره مرسته زياتول غواړي۔ ده ووئيل چې د چين پاكستان د اقتصادي لارې مقصد ټوله منطقه يو بل سره تړل دي او د دې ګټه به سوئيلي آسيا او چين سره سره نه يوازې سعودي بلكې د منځني ختيز نورو هېوادونو ته هم ورسي۔ وفاقي وزير په دې موقع په مقبوضه كشمير كښې د هند لخوا د بشري حقونو په سختو سرغړونو هم رڼا واچوله۔ د دې څخه وړاندې د سعودي سفير د دفاع سېكتر سره هم ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال د منطقې په صورتحال او سياسي صورتحال خبرې وشوېِِ٬ دواړو د شريكې دفاعي مرستې په زياتولو اتفاق وكړو

مضمون کا ماخذ : آن لائن اسکریچ کارڈز
متعلقہ مضامین
مزید خبریں