اېشین هاكی چېمپئنز ټرافی نن عمان كښې پېل كېږي

image

اسلام آباد 17 اكتوبر (اے پي پي) اېشین هاكی چیمپئنز ټرافی نن د اكتوبر په 18 مه نېټه مسقط، عمان كښې پېل كېږي۔ د هند لوبډله به د خپل ټائټل دفاع كوي۔ په ايونټ كښې به 6 هېوادونه برخه اخلي كومو كښې چې كوربه لوبډله عمان ٬ پاكستان ٬ هند ٬ ملائیشیا، سوئيلي كوريا او جاپان شامل دي۔ پاكستان به 5 مېچونه كوي۔ كومو كښې به چې اولنې مېچ په 19 اكتوبر سوئيلي كوريا ٬ دوهم روايتي حريف هند سره په 20 اكتوبر درېم په 22 اكتوبر عمان سره ٬ څلورم په 24 اكتوبر جاپان او د ګروپ آخري مېچ به په 25 اكتوبر ملائيشيا سره كوي۔ دټورنامنټ پوزيشن مېچونه به په 27 اكتوبر كولې شي۔ د درېم پوزيشن مېچ به په 28 اكتوبر كولې شي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې اېشین هاكی چیمپئنز ټرافی په كال 2011ء كښې پېل شوې او پاكستان او هند دوه دوه وارې ټائټل په خپل نوم كړے۔

مضمون کا ماخذ : بہت کچھ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں