حكومت د ډيزل په بېعه كښې د 6.37 روپې يو لېټر او د پېټرول په بېغه كښې د 2.41 روپې يو لېټر د كمي كولو ښه پرېكړه كړې٬ تجاران د دې پرېكړې هر كلې كوي۔ د اسلام آباد چېمبر اف كامرس اېنډ انډسټري

image

اسلام آباد 01 ستمبر (اے پي پي) د اسلام آباد چېمبر آف كامرس اېنډ انډسټري صدر عامر وحيد٬ سينئر نائب صدر محمد نويد ملك او نائب صدر نثار مرزا وئيلي دي چې حكومت د ډيزل په بېعه كښې د 6.37 روپې يو لېټر او د پېټرول په بېغه كښې د 2.41 روپې يو لېټر د كمي كولو ښه پرېكړه كړې٬ تجاران د دې پرېكړې هر كلې كوي۔ په خپل يو بيان كښې دوي ووئيل چې دې پرېكړې سره به ګراني كمه شي٬ كاروباري لګښت به هم كم شي او معيشت لپاره به ئې ګټورې نتيجې راوځي۔ دوي د حكومت نه غوښتنه وكړه چې حكومت دې په پېټروليم مصنوعاتو په درنو ټېكسونو نظرثاني وكړي چې دغسې بېعې ټيټې شي او صنعتي او كاروباري چارې وده وكړي۔

مضمون کا ماخذ : apostas lotomania
متعلقہ مضامین
مزید خبریں