د منصوبه بندې او پرمختګ وزارت د پلاننګ كميسون پرمختيائي چارو لپاره 2 اربه 10 كروړه روپې جاري كړې

image

اسلام آباد 31 مئي (اے پي پي) د منصوبه بندې او پرمختګ وزارت د پلاننګ كميسون پرمختيائي چارو لپاره 2 اربه 10 كروړه 16 لكه روپې فنډ جاري كړو۔ حكومت د روان مالي كال په مهال د دې ډويژن پرمختيائي چارو لپاره 8 اربه 55 كروړه 64 لكه روپې فنډ بېل كړے۔ د پلاننګ كميسون لخوا جاري شويو شمېرو له مخې حكومت د چين پاكستان اقتصادي سپورټ پروژې لپاره 5 كروړه 15 لكه روپې٬ د سي پېك اېكسيلېنس سنټر لپاره 14 كروړه 55 لكه روپې او د پي پي اېم ائي سنټر آف اېكسيلېنس لپاره د 7 كروړه روپو پشمول بېلا بېلو پرمختيائي پروژو لپاره فنډ جاري كړے

مضمون کا ماخذ : لاٹری ایپ کی تجزیات
متعلقہ مضامین
مزید خبریں